د هيواد د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست له تخنيکي ټيم سره ناسته ترسره کړه
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس مولوي احمد الله وثيق د ماليې وزارت د عوايدو د لوی رياست له تخنيکي ټيم سره ناسته وکړه، په دې ناسته کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست د رهبري غړي هم شامل و.
د غونډې پيل د قرانکريم په مبارکو ايتونو سره وشو، ورپسې پيليزه وينا مولوي احمد الله وثيق وکړه. نوموړي وويل: (( د نظام ټولې برخې اړينې او ضروري دي، کوښښ بايد وشي، چې هرې برخې ته ځانګړې پاملرنه شوي، ماليه او عوايد هم د نظام يو جز او د تقويې سبب دی. له همدې امله دې برخې ته پام پکار دی او بايد د نوموړې برخې د تقويې او ښه مديريت لپاره مسلکي او اساسي کار وشي. ))
ورپسې فني او مسلکي رئيس عبدالمومين راد د هيواد د ورزش ادارې ( بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست، المپيک ملي کمېټې) د جوړښت، تشکيل او پرسونل پر اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل. هم يې د يادو ادارو په کاري چاپېريال، بوديجې، لاسته راوړنو خبرې وکړې او تاريخي شاليد يې د ماليې وزارت له استازو سره شريک کړ.
د غونډې په ورپسې برخه کې پر دې بحث وشو، چې څنګه د هيواد د ورزش ادارې د عوايدو سرچينې مشخصې او تقويه کړای شي، ترڅو له دې لارې له يوې خوا د نوموړې ادارې په عوايدو کې زياتوالی راشي او له بلې خوا د دولت بوديجې ته هم ګټه ورسيږي.
د دې ادارې د رهبري له خوا ځينې موارد په نښه شوي وو، چې د يادې ادارې په عوايدو کې يې رول درلود او که ورباندې کار وشي؛ نو د عوايدو په برخه کې به ګټور تمام شي. په پای کې تصميم ونيول شو، چې دواړه ادارې به د نوموړي کار د پرمخ وړلو او ميکانيزم جوړولو په موخه خپل کاري ټيم معرفي کوي، چې په نږدې راتلونکې کې د يادې موضوع پر اړه عملي کار پيل کړي.
ياده ناسته په دعا سره پای ته ورسېده.
