د هملند کونګ فو فدراسیون د روزونکو د زده کړې درېیمه درجه سیمنار ترسره شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۷:۳۹
د هملند کونګ فو فدراسیون د روزونکو د زده کړې درېیمه درجه سیمنار ترسره شو

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند کونګ فو فدرسیون د استازولۍ د مسوول له لوري د یادې څانګې لسو تنو روزونکو ته د کونګ فو درې ورځنی سیمنار ورکړل شو.

په دغه سیمنار کې د کونګ فو اړوند په شپږو موضوعاتو( اساس نامه، طرزالعمل، برنامه جوړونه، د روزونکو اساسات، اولیه مرستې او عملي برخه) په اړه معلومات ورکړل شول.

هېره دې نه وي چې دغه سیمنار درېیمه درجه سیمنار و او په پای کې ګډونوالو ته درېیمه درجه سندونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

پکتیا کې د ۳۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سنوکر معياري کلب پرانیستل شو

د پکتیا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د سید جواد موسوي په نوم ورزشکار له لوري د ۳۵زره امریکايي ډالرو په ارزښت د سنوکر معیاري کلب جوړ او رسماً پرانیستل شو.

دا کلب په نویو او عصري ورزشي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې کارکوونکو ته داوبو او انرژۍ وزارت له لوري د انرژۍ سپما يو ورځنی سمینار ترسره شو

کابل کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، رئيسانو، امرينو او مديرانو ته د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت، د انرژۍ مثمريت او ساتنې رياست له لوري او د هېواد د ورزش ادارې د کارکوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS