د هرات مرکز کې د ۱۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د افغانستان جوجيتسو سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۳۶
د هرات مرکز کې د ۱۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د افغانستان جوجيتسو سيالۍ پای ته ورسېدې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ او د جوجيتسو ملي فدراسيون له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د جوجيتسو ملي فدراسيون د رهبري په شتون کې د هېواد د ۱۰ ولايتونو د ۱۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د جوجيتسو سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ په بېلابېلو کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې فارياب لومړی، کابل دويم او هرات بيا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه د جوجيتسو ورزش ته وده ورکول او د غوره ورزشکارانو موندل و، چې درې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اشنا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې ۳۰۰ تنو ته د فکري روزنې سمینار ترسره شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د زابل ولایت مرکز قلات ښار کې ۳۰۰ ورزشکارانو او اداري کارکوونکو ته د فکري روزنې، اسلامي او عقیدتي سمینار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۱۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۵ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت به امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۵ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې ۲۲ تنو خپلو پهلوانانو ته. . .

BACK TO NEWS