د هرات سایکل توریست دوندر لوبډلې خپل ۲۱ ورځنی سفر، چې خرم‌شهر څخه تر چاب هار پورې و، پای ته ورسېده

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۰:۱۲
د هرات سایکل توریست دوندر لوبډلې خپل ۲۱ ورځنی سفر، چې خرم‌شهر څخه تر چاب هار پورې و، پای ته ورسېده

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د هرات د بایسکل ځغلونې توریست دوندر درې کسېزې لوبډلې د خپل ۲۱ ورځني سفر کې، چې د ایران د خرم‌شهر څخه تر چاب هار پورې و، وکولای شول ۱۸۰۰ کیلو متره واټن طی کړي.

دغه درې کسېزه لوبډله د احمد سروري، عزیز صادقي او حمیدالله امیري څخه جوړه و او یادې سیالۍ د نړۍ‌والې تودوخې، چاپیریالي بحرانونه او اقلیمي بدلونونه په طبیعت او د انسان په ژوند د اغېز په پوهاوي او همدارنګه د فوسیلي سون توکو د مخنیوي په موخه ترسره شوې.

د یادې لوبډلې ورزشکارانو د خپل سفر په ترڅ کې له ځایي خلکو سره د چاپیریال ساتنې پر اهمیت خبرې وکړې او خپلې تجربې یې ورسره شریکې کړې او دغه اقدام د اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې او د ځمکې د راتلونکي نسلونو لپاره د ساتنې په برخه کې یوه مهم اقدام وباله.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۵۲
Background image

د تکواندو اته کسیزه لوبډله اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه منګولیا هېواد ته روانه شوه

د افغانستان تکواندو اته کسیزه لوبډله، چې دوه روزونکي او شپږ ورزشکاران پکې شامل دي، اسیایي سیالیو ته د لار موندنې په موخه منګولیا هېواد ته روانه شوه.

دغې لوبډلې له تګ وړاندې د هېواد د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۴۹
Background image

زابل؛ شينکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ییزې غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۴۸
Background image

ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې له دوو لوبډلو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایله کې. . .

BACK TO NEWS