د "نورزاد" فوتسال لوبډلې د کندهار ولايت د وطن کلپ سياليو اتلولي ترلاسه کړه
د کندهار ولايت بدني روزنې او ورزش ریاست د فوټبال فدراسیون څو ورځې وړاندې د "٣٦"لوبډلو ترمنځ حذفي سيالۍ ترتيب کړې چې پاى لوبه يې تېره ورځ ترسره شوه.
دغه سيالۍ چې د کندهار په وطن کلپ کې ترسره شوې يوه مياشت يې دوام وکړ چې تېره ورځ يې پاى لوبه د "نورزاد او عباس" فوتسال لوبډلو ترمنځ وشوه چې د "نورزاد" لوبډلې د"٣-٠" پايلې سره د "عباس" لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتله شوه.
په دغو سياليو کې د کندهار د فوټبال فدراسیون رئیس، د کندهار ولايت مقام وياند، د فوتسال کمېټې رئیس او ګڼ شمېر ورزشکارانو ګډون درلود.
