د ننګرهار په پنځمه ناحیه کې د سوک وهنې دوستانه سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۹:۲۱
د ننګرهار په پنځمه ناحیه کې د سوک وهنې دوستانه سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت په پنځمه ناحیه کې د کابل ولایت د پنځم زون د "۱۰ "کلپونو ، چې مشري یې استاد خانزاده هوتک کوله، د ننګرهار له سوک وهونکو سره یوه ورځنۍ دوستانه سیالۍ ترسره کړې. په دې سیالیو کې ۲۱ لوبې ترسره شوې، چې له ننګرهار ولایت څخه پکې د استاد فضل مالک او استاد انور عرب شاګردانو ګډون کړی وو. دې مراسمو ته خانزاده هوتک د خپلو خبرو پر مهال وویل: د ننګرهار په ټپه ولاړ ورزش یو ځل بیا د پورته کېدو لپاره ګامونه اخلي او زیاته یې کړه که د ننګرهار ورزشي فعالیتونه همداسې پر مخ روان وي، ليرې نه ده چې د ننګرهار ورزشکاران به د نړۍ په کچه ګڼې لاسته راوړنې ولري. د سوکوهنې په دې سیالیو کې د ننګرهار ورزشکارانو لومړی مقام خپل کړ. په پای که د مسوولینو له خوا ورزشکاران په ډول ډول ډالیو ونازول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۵۶
Background image

د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو کې د سرو زرو مډال راوړونکی ورزشکار محمد يوسف جهانګیر سعودي عربستان ولاړ

د سعودي عربستان ورزشي مسوولینو په رسمي غوښتنه د موی تای برخې افغان ورزشکار محمد يوسف جهانګیر د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو د مډال ګټونکو ورزشکارانو د ستاينغونډې مراسمو کې د ګډون په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
Background image

د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۳
Background image

افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.

ه. . .

BACK TO NEWS