د ننګرهار ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې د شلو لوبډلو په ګډون د واليبال سيالۍ پيل شوې
د ننګرهار ولايت د شېرزادو ولسوالۍ په کوربتوب د سره رود، خوږياڼو، شېرزادو او حصارک ولسواليو د شلو لوبډلو په ګډون د واليبال سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ د "توتو منتخب او کوز اشفان" لوبډلو په لوبې سره پيل شوې چې له "٣-٠" پايلې سره د توتو منتخب لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
يادې سیالۍ له نظام څخه د ملاتړ او ورزشکارانو د پیاوړتیا او سالمې روزنې په موخه د ورزش اداره په پام کې لري چې د ننګرهار ټولو لري پرتو او وروسته پاتې سیمو ته ورزش ورسوي.
