د ننګرهار د والیبال سیالۍ د خراسان پوهنتون لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
پنجشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۰
سمیر هیبت
دغه سيالۍ پنځه ورځې مخکې د جلال اباد ښار په سراج الامارات بڼ کې د هېواد د ختيځو ولايتونو د ٢٤ ټيمونو په ګډون پيل شوې وې.
د یادو سیالیو پای لوبه د چهارشنبې په ورځ د خراسان پوهنتون او لغمان ښاروالۍ د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د ۳-۰ د خراسان پوهنتون په ګټه پای ته ورسېده.
د دې سیالیو اتلولي د خراسان پوهنتون لوبډلې وګټله او د لغمان ښاروالۍ لوبډلې دویم مقام یې خپل کړ.
د دغو سياليو د تنظيموونکو د معلوماتو پر بنسټ، یادې سیالۍ د خراسان پوهنتون او هريوا موبايل شرکت له خوا تمويل شوې وې.
