د میدان وردګ پوهنتون د څلورو لوبډلو ترمنځ د پسرلني سمستر د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۲۲:۱۵
د میدان وردګ پوهنتون د څلورو لوبډلو ترمنځ د پسرلني سمستر د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت دولتي پوهنتون کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ښوونې او روزنې پوهنځي په اتلولي پای ته ورسېدې.

په یادو سیالیو کې د ښوونې او روزنې، شرعیاتو، کرنې او کمپیوټر ساینس پوهنځیو لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبه کې د ښوونې او روزنې پوهنځي لوبډلې د ٣ پر ٢ میدانونو په توپیر د کرنې پوهنځي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

یادې سیالۍ د زده کړیالانو ترمنځ د سالمو اړیکو جوړولو په موخه ترسره شوې چې پنځه ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۵۱
Background image

بادغیس کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلعه نو ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.

د دغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۳۲
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينک👇

https://www.facebook.com/share/18vXZQGuZQ/

 

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۲۶
Background image

تخار؛ چاه آب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاه آب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حم.اس لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

BACK TO NEWS