د میدان وردګ ولایت د ادارو تر منځ د والیبال سیالیو پر دوام یوه لوبه ترسره شوه
د میدان وردګو ولایت د والیبال سیالیو پر دوام نن دوشنبه د " سپورت آمریت اوکرونا روغتون " لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه چې د سپورت آمریت لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
سبا به په نیمه پایلوبه کې د " محبس او دارالمعلمین" لوبډلې یو د بل پر وړاندې سیالي ترسره کړي.
د یادولو وړ ده، چې دا سیالۍ په لومړي ځل د وردګو د بدنې روزنې او ورزش امریت له خوا د ادارو د ښې همغږۍ په موخه پیل شوي چې وروسته له دې به هر کال تر سره کیږي.
