د موی تای نړیوال اتلولۍ کپ سیالۍ د تایلند په کوربتوب پیل شوی 

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۵ - ۱۱:۱۶
د موی تای نړیوال اتلولۍ کپ سیالۍ د تایلند په کوربتوب پیل شوی 

دغه سيالۍ چې د تايلند په کوربه توب او د ٩٤ هېوادونو د ١٠٠٠ ورزشکارانو په ګډون ترسره کیږی ، د ډسمبر په څلورمه پيل او د دسمبر تر ١١مې نېټې پورې به دوام وکړی .
په دې سیالیو کې د افغانستان دوه استازي د موی تای ورزشکاران هم ګډون لری ، چې محمد یوسف جهانګیر (۶۳،۵ کیلوګرامه) او جعفر عاطفي (۵۴ کیلوګرامه) دی  سیالیو ته بلل شوي دی 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد د ۵۴ کيلو ګرامه  په وزن کې د هېواد استازې جعفر عاطفي به په خپله لومړۍ لوبه کې له تايلنډي لوبغاړي سره او د ۶۳،۵ کيلو ګرامو په وزن کې د برونزو د نړيوال مډال ګټونکى محمد يوسف جهانګير به د سينګاپور له ورزشکار سره سيالي کوی . 
یاده دی  وی  چې په دې سياليو کې د موى تاي  نړيوال لوبڅار  علي ظفر عاطفي هم د لوبڅار  په توګه بلل شوى دى

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۲
Background image

تخار؛ رستاق ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د يووالي جام په نوم د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۶
Background image

سمنگان؛ دره صوف ولسوالۍ کې د رزمي لوبو او اسپورت سبک سيالۍ وشوې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې د ۴۴ ورزشکارانو ترمنځ د ځوانانو په عمري کټګورۍ کې د رزمي. . .

BACK TO NEWS