د لوګر ولايت مرکز پورک سيمه کې د واليبال ټورنمنټ د قلعه سيدا لوبډلې په اتلولي پاى ته ورسېد
د لوګر ولايت مرکز پورک سيمه کې د پورک ځوانانو له لوري د لوګر د ورزش امريت په همکارۍ د ٢٠ لوبډلو په ګډون د واليبال ټورنمنټ چې نږدې مياشت وړاندې پيل شوى و د قلعه سيدا لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېد.
د دې سياليو پاى لوبې ته د "قلعه سيدا او پورک" لوبډلو لار وموندله چې د قلعه سيدا لوبډلې د پورک ټيم ته له "٣-١" پايلې سره ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.
د دې سياليو موخه دورزش ته د ځوانانو هڅول، له ولسوالیو څخه کليو ته د ورزش رسول، د نشه يي توکو پرضد مبارزه او د ځوانانو لپاره د سالمې بوختيا رامنځته کول دي.
