د لومړي ځل لپاره د باولينګ د ملي لوبډلې ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۵ - ۱۵:۳۴
نخستین دور رقابت های انتخابی تیم ملی باولینگ بانوان در کابل برگزار شد۰

 د لومړي ځل لپاره د باولينګ د ملي لوبډلې ټاکنيزې سيالۍ وشوې. نهه نجونو د ملي لوبډلې د غړيتوب ترلاسه کولو لپاره له يو بل سره شپږ پرلپسې سيالۍ وکړې. په پای کې زحل بيات د ۹۸۹ نمرو په ګټلو اتلولي خپله کړه، له بلخ څخه راغلې لوبغاړې فضيله حورزاد چې له اغلې بيات څخه يې يوازې اته امتيازه کم وو دوېم مقام وګټه او زهرا د ۷۷۸ نمرو په ګټلو د دې لوبو دوېم مقام خپل کړ. دا لوبې په کابل کې وشوې. .نخستین دور رقابت های انتخابی تیم ملی باولینگ بانوان در کابل برگزار شد۰

د لوبو نندارې د بدني روزنې او ورزش رياست او المپيک ملي کمېټې مشر ډاکټر حفيظ الله ولي رحيمي او ورسر مل پلاوی ورغلی وو چې لوبې يې له نږدې ننداره کړې. همدارنګه ښاغلي رحيمي وويل چې د باولينګ ملي فدراسيون په کم وخت کې په ولايتونو او پلازمېنه کې ځای موندلی. هغه وويل چې د بدني روزنې او ورزش رياست او المپیک ملي کمېټه د ورزشکارانو په چوپړ کې ده او په ځانګړي ډول د هغو لوبغاړو چې زحمتونه ګالي. د لوبو په پای کې ګټونکو لوبغاړو ته د ورزشي مشرانو له لورې مډالونه ډالۍ شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۱۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۲۵ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS