د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور
لغمان ولایت د افغانستان په ختیځ کې موقعیت لري. دغه ولایت د هېواد یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې اکثره وګړي یې لکه د هېواد د نورو ولایتونو په څېر له ورزش سره د خاصې مینې له امله په مختلفو ورزشي رشتو کې ورزش ترسره کوي او پر تمریناتو بوخت دي.
د دغه ولایت ورزش امریت د تېر په څېر په ۱۴۰۴ هجری لمریز کال کې هم ورزش ته ځانګړې پاملرنه کړې او په دغه برخه کې یې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ملاتړ او همکارۍ غوره ورزشي فعالیتونه ترسره کړي دي او د بېلابېلو مناسبتونو په ترڅ کې یې زیات شمېر سترې او وړې ورزشي برنامې جوړې کړې دي، چې په سلګونه ورزشکارانو او مینوالو پکې برخه اخیستې او دغو سیالیو ته یې په خپل شتون سره ښکلا ورکړې ده، چې د دوی شتون دا ثابتوي، چې دوی څومره ورزش ته ارزښت ورکوي او مینه ورسره لري.
په یاد ولایت کې خلک له ورزش سره ځانګړې مینه لري او زیات شمېر ځوانان، نوي ځوانان او لویان، د خپلې خوښې ورزش یا ترسره کوي او یا یې هم لیدو ته کښېني او خوند ترې اخلي. د لغمان ولایت ځوانان پر والیبال، کرکټ، فوټبال، فوټسال او نورو ورزشونو بوخت دي او د خپل روغ صحت لپاره پکې تمرینات او سیالۍ ترسره کوي او ورزش یې د خپل ژوند یو له ارزښتمنو توکو څخه ګڼلی دی.
په لغمان کې د بېلابېلو فدراسیونونو ۲۶ استاوزلۍ فعالیت لري او د بېلابېلو ورزشي رشتو په(۴۲) کلبونو کې شاوخوا ۱۱۶۷۹ ورزشکاران پر تمریناتو بوخت دي.
په ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کې د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او ولسوالیو کې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري (۹۰) المپیکي، غیر المپیکي او د دودیزو ورزشونو، ورزشي برنامې جوړې شوې دي ، چې ۳۱ یې په مرکز مهترلام او ۵۹ یې بیا په ولسوالیو کې دایرې شوې دي.
همدارنګه په دغه ولایت کې ۲۰۰ ورزشکارانو او د بېلابېلو فدراسینونو مسوولینو ته د دعوت او ارشاد د فکري روزنې اصلاحي دوه ورځنی سمینار او ۳۵ تنو ته د والیبال دوه ورځنی سمینار د ورزشکارانو د دینې او مسلکي پوهې د لوړتیا لپاره جوړ شوي دي.
دا چې د دغه ولایت خلک له ورزش سره زیاته مینه لري، وخت نا وخت پکې لویې او کوچنۍ ورزشي جشنوارې او سیالۍ جوړېږي، چې د دې ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو، د دې ولایت په مرکزي جمنازیوم کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د والیبال لیګ، د زورخانهیي ورزشونو د ملي سیالۍ د لغمان په کوربتوب، په مرکز سلطان غازي بابا کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د لس اوریز ټېپ بال جام کرکټ سیالیو او د دې ولایت په مرکزي جمنازیوم کې د هېواد د څلورو ولایتونو ترمنځ د سوکوهنې سیالیو د ترسراوي یادونه کولی شو، چې د سلګونو ورزشکارانو او زرګونه نندارچینانو په ګډون ترسره شوې دي.
په لغمان ولایت کې د ۴۹۶۶۰ افغانیو په لګښت د دې ولایت د ورزش امریت د جمنازیوم د ترمیم او دغه راز د ۱۰،۰۰۰ زره افغانیو په لګښت د مهترلام ښار په میداني کلي کې د والیبال میدان د جوړېدو چارې ترسره شوې دي.
په لغمان ولایت کې پر والیبال، فوټسال، فوټبال، رزمي ورزشونو او دودیزو لوبو سربېره نور ورزشونه هم ځانته مینوال او ورزشکاران لري، چې وخت نا وخت یې د بېلابېلو ورزشي رشتو سترې او کوچنۍ سیالۍ د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري برابرېږي او ګڼ شمیر ورزشکاران او مینوال پکې برخه اخلي.
