د فوټسال ملي لوبډلې مالدیف ته ماته ورکړه
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اندونیزیا ۲۰۲۶ اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو په لومړۍ سیالي کې مالدیف هیواد ته د " ۱۰ - ۱" ګولونو په ستر توپیر ماته ورکړه.
افغان ملي لوبډله به خپله دویمه سیالي راتلونکې چهارشنبه د میانمار پر وړاندې ترسره کړي.
یادې سیالۍ د ۳۱ هېوادونو په ګډون په اتو ګروپونو کې د میانمار هېواد په یانګون ښار کې د روانې میلادي میاشتې په ۲۰مه پیل شوي او تر ۲۴مې به دوام وکړي.
