د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي همغږۍ سیالیو کې تاجکستان ته ماته ورکړه
د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي همغږۍ شپږم پړاو سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې تاجکستان ته د ۹ - ۵ ګولونو په ستر توپیر ماته ورکړه.
افغان ملي لوبډله به خپله دویمه لوبه کې راتلونکې پنجشنبه(د لړم ۱۵مه) د کابل پر مهال مازیګر درې بجې له ایران سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د فوټسال سیالۍ د ۸ هېوادنو ترمنځ په دوه ګروپونو کې ترسره کېږي، چې افغانستان به B ګروپ کې له تاجکستان، ایران او مراکش سره سیالۍ وکړي.
د اسلامي همغږۍ شپږم پړاو سیالۍ په ۲۳ ورزشي رشتو کې د سعودي عربستان په کوربهتوب په پلازمېنه ریاض ښار کې د ۵۷ اسلامي هېوادونو په ګدون نن( د نومبر ۴مه) پیل شوي او تر ۲۱مې نېټې به دوام وکړي.
