د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د نویوځوانانو په اسيايي سياليو کې ازبکستان ته ستره ماته ورکړه
د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د نویو ځوانانو ۲۰۲۵ اسيايي سياليو په خپله لومړۍ لوبه کې ازبکستان ته د ۲ - ۱۰ ګولونو په ستر توپير ماته ورکړه.
افغان ملي لوبډله به خپله دويمه سيالۍ کې سبا (شنبه، د اکتوبر ۲۵مه) د کوربه بحرين پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.
د ځوانانو ۲۰۲۵ اسیایي سیالۍ د بحرین په کوربهتوب د اتو هېوادونو په ګډون په دوه ګروپونو کې د روانې ميلادي مياشتې پر ۲۳مه پیل شوي، چې افغانستان به په A ګروپ کې له بحرین، ازبکستان او چین سيالۍ وکړي.
