د فوټبال پنځلسو روزونکو ته د فوټبال لایسنس D درجې روزنیز کورس پیل شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۸:۵۳
د فوټبال پنځلسو روزونکو ته د فوټبال لایسنس D درجې روزنیز کورس پیل شو

د هېواد د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د کابل ښار د فوټبال لوبډلو پنځلسو روزونکو ته د فوټبال لایسنس D درجې روزنیز کورس پیل شو، چې يوه اوونۍ به دوام وکړي.

دغه روزنيز کورس د کورنیو استاذانو رسول احمدي او اميد عظيمي تر نظارت لاندې پيل شوی، چې روزونکو ته به پکې د فوټبال لومړي او اساسي موضوعات په نظري او عملي ډول تدريس شي.

د ياد روزنيز کورس موخه د فوټبال بنسټيزو اصولو او مفاهیمو سره د روزونکو بلدتيا او د روزونکو تخنيکي لوړتیا لوړول دي.

د کورس په پای کې به د فوټبال ملي فدراسیون له لوري ګډون کوونکو روزونکو ته د فوټبال لایسنس D درجې رسمي سندونه ورکړل شي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۷
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۹۴ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې له اوو ولایتونو د ۹۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو هاپکیدو سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS