د فوټبال اتلانو لیګ شپږمه اوونۍ؛ نن پکې دوه لوبې ترسره شوې
د فوټبال اتلانو لیګ چې څو اوونۍ مخکې په هرات کې پیل شوي دي، نن پکې دوه لوبې ترسره شوې.
د نن ورځې په لومړۍ لوبه کې پيروزي ځوانانو لوبډلې د ٢/١ ګول په توپیر خپلې سیالې عدالت فراه لوبډلې ته ماتې ورکړه او دویمه لوبه د سرسبز یاشلر او خدیم اف سي لوبډلو ترمنځ د ١/١ ګولونو په ترسره کولو سره مساوي پای ته ورسېده.
دا سیالۍ چې شپږ اوونۍ مخکې د ١٢ لوبډلو ترمنځ په هرات کې پیل شوي دي او ټاکل شوې، چې په دغه لیګ کې ټولې ٦٦ لوبې ترسره شي چې ١١ اوونۍ به دوام وکړي.
