د غزني په مالستان ولسوالۍ کې د فوټسال ژمنۍ سیالۍ د شیران شاهین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۱۰:۵۷
د غزني په مالستان ولسوالۍ کې د فوټسال ژمنۍ سیالۍ د شیران شاهین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني په مالستان ولسوالۍ کې د فوټسال ژمنۍ دا سیالی چې څه موده وړاندې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په ملاتړ د فوټبال فدراسیون له خوا د مالستان په سبزک لوبغالي کې د یووالي په نوم پیل شوې وې د شیران شاهین لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

په دې سیالیو کې چې ۸ لوبډلو ګډون درلود پایلوبې ته یې د « شیران شاهین او ازادي بلوغو» لوبډلو لار ومونده چې د « ۱ – ۰ » پایله سره د شاهین په اتلولۍ او ازادي لوبډلې په دویم مقام پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو هڅول، یووالی او د ورزشکارانو تر منځ همغږي او د تجربو شریکول و.

د پای په مراسمو کې ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS