د غزني مرکز کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکيټ سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۷:۵۱
د غزني مرکز کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکيټ سيالۍ ترسره شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سکيټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې له پکتيا، خوست او غزني ولايتونو د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکيټ سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پايله کې د غزني ولايت A ګروپ لوبډلې د زياتو امتيازانو په ترلاسه کولو لومړی او د غزني ولايت B ګروپ لوبډلې بيا دويم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه د سکيټ ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو هڅول و، د سياليو په پای کې د روشن مخابراتي شرکت او د سکيټ فدراسيون د مسوولينو له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS