د شمال زون والیبال سیاليو اتلولي خراسان لوبډلې وګټله

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۵ - ۸:۴۱
د شمال زون والیبال سیاليو اتلولي خراسان لوبډلې وګټله

په شمالي ولایت بلخ کې د شمال زون د والیبال سیالۍ نن په پای‌لوبې سره تمامې شولې.

د یادو سیالیو پای‌لوبې ته د بلخ کام‌ایر او ننګرهار خراسان خصوصي پوهنتون لوبډلې وتلې وې، چې اتلولي خراسان لوبډلې پخپل نوم کړه.

په پای‌لوبه کې خراسان لوبډلې کوربه لوبډلې ته درې د دوه پر وړاندې ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

په دې سره خراسان لوبډلې د یادو سیالیو لومړی مقام وګاټه او کام‌ایر لوبډلې دویم مقام خپل کړ. همدارنګه د د الفتح قول‌اردو لوبډلې درېیم او د کابل ښاروالۍ لوبډلې څلورم مقام کې ځای لري.

د دغو سیالیو په جوړولو کې له والیبال فدراسیون سره د بلخ ولایت ورزشي امریت، ارمان شرکت او کفایت شرکت همکاري کړې ده.

یاده دې وي، چې په دغو سیالیو کې شپږو لوبډلو ګډون کړی و، چې د سلواغې میاشتې په شلمه نېټه پیل شوې او نن پای ته ورسېدلې. یادې ټولې سیالۍ مزارشریف ښار د امام‌ خمیني والیبال لوبغالي کې وشولې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۱۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۲۵ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS