د سوک وهنې پنځه کسیزه لوبډله بحرین ته لاړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۳۸
د سوک وهنې پنځه کسیزه لوبډله بحرین ته لاړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون درې ملي لوبغاړي او دوه روزونکي د نویو ځوانانو په آسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه بحرین ته لاړل.

د دغو ورزشکارانو د مخې په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د سوک وهنې ملي فدراسیون رئیس عبدالقدیر سلطاني، ورزشکارانو او روزونکو ګډون کړی و.

د مخه ښې په دغو مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال ښاغلي ځدراڼ، ورزشکاران د هېواد ریښتیني استازي وبلل او سپارښتنه یې وکړه چې هڅه دې وکړي، ترڅو په بهر کې د افغانستان ښه استازولي وکړي او نړۍ ته د افغانستان مثبت انځور وړاندې کړي. ښاغلي ځدراڼ په پای کې ورزشکارانو ته د خیر دعا وکړه.

تمه ده، چې نویو ځوانانو آسیايي سیالۍ به د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۲مه نېټه د بحرین په کوربتوب پیل شي، چې له ۴۵ هېوادونو به ۲۰۰۰ ورزشکاران پکې ګډون وکړي.

د یادونې وړ ده، چې له افغانستان څخه هم د اتو بېلابېلو ورزشي رشتو شاوخوا ۵۰ تنه په دغو سیالیو کې ګډون کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۲:۴۵
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای دویم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای دویم پړاو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۲:۴۱
Background image

بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سنوکر ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۲
Background image

د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ مرکزي پلاوی د یوې ناستې په ترڅ کې وستایل شو

د المپیک، بدني رزونې او ورزش عمومي ریاست اړوند د اس ځغلونې ملي فدراسیون له لوري د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ مرکزي پلاوی، چې له کابل څخه یې د دغو سیالیو د لا ښه. . .

BACK TO NEWS