د سوک وهنې ملي فدراسیون اووه کسیزه لوبډله سریلانکا هېواد ته روانه شوه
د افغانستان د سوک وهنې ملي فدراسیون اووه کسیزه لوبډله، د سوک وهنې اسیا جام نړيوالو سیالیو کې د ګډون په موخه نن(یکشنبه) سریلانکا هېواد ته روانه شوه.
په دغه لوبډله کې پنځه ورزشکاران او دوه روزنکي شامل دي، چې د خدای پامانۍ په مراسمو کې یې د هېواد د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ یادې لوبډلې ته په دې سیالیو کې د ښه ځلېدو او ښې استازولۍ سپارښتنه وکړه.
د سوک وهنې اسیا جام سیالۍ د سریلانکا هېواد په کوربه توب د روانې میلادي میاشتې پر ۱۲مه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې به دوام کوي.
