د سنوکر پینځه کسیزه لوبډله اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه قطر ته روانه شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۷:۳۱
د سنوکر پینځه کسیزه لوبډله اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه قطر ته روانه شوه

د سنوکر پنځه کسیزه لوبډله چې څلور ورزشکاران او یو هیئت پکې شامل دي د اسیا اتلولۍ جام سیالیو کې د ګډون په موخه قطر ته روانه شوه.

دغې لوبډلې سره له تږ مخکې د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ ولیدل او ورزشکارانو ته یې په دغو سیالیو کې د هڅې او ښه لوبېدو سپارښتنه وکړه تر څو هېواد ته ویاړونه راوړي.

یادې سیالۍ د قطر په کوربه‌توب په دوحه ښار کې د ۲۱ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۳۱مه پیلېږي او د فیبروري تر ۷مې به دوام وکړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۵۴
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې د ورزش. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۵۳
Background image

پکتیا؛ لجه منګل ولسوالۍ کې د ۷۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په لجه منګل ولسوالۍ کې د ۷۲ لوبډلو تر منځ د والیبال سیالۍ د منګل منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۹
Background image

سمنگان؛ خلم ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خلم ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS