د خوست ولایت په تڼيو ولسوالۍ کې د کبډي سيالۍ ترسره شوې
د خوست ولایت د ورزش امريت په مرسته د کبډي فدراسیون له لوري په تڼو ولسوالۍ کې د کبډي پيل شوې سيالۍ پاى ته ورسېدې.
په همدې مناسبت د تڼو ولسوالۍ ګربز صحرا کلي کې په نيول شويو مراسمو کې د کبډي فدراسیون مسوولينو سربېره د کبډي سياليو مينه والو ګډون درلود او ورزشکاران يې وستايل.
په دغو سياليو کې ٧ ورزشکارانو ګډون درلود چې ١٥ ورځې د يو بل پر وړاندې ولوبېدل.
