د جودو او جوجتسو لوبډلې په اسیایی سیالیو کې د ګډون په موخه بحرین ته روانې شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۰:۱۷
د جودو او جوجتسو لوبډلې په اسیایی سیالیو کې د ګډون په موخه بحرین ته روانې شوې

د جودو او جوجتسو درې کسیزه لوبډلې، چې هره لوبډله کې دوه لوبغاړي او یو روزونکی شامل دی، له ۱۷ کلونو کم عمره اسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه بحرین هېواد ته روانې شوې.

دغه لوبډلې د ورزش ادارې د عمومي رئیس مولوي احمد الله وثيق او د دغې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او رهبري سره تر لیدو او خدای پامانۍ وروسته بحرین هېواد ته روانې شوې.

یادې سیالۍ په ۲۷ ورزشي رشتو کې ترسره کېږي، چې د افغانستان په استازیتوب ۵۰ ورزشکاران او ورسره پلاوي په ۸ ورزشي رشتو کې سیالۍ کوي.

د ویلو ده، چې د نویو ځوانانو درېیم پړاو اسیایي سیالۍ د بحرین په کوربه‌توب د ۴۵ هېوادنونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۲۲مه پیل شوي او تر ۳۱مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۱:۵۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۱:۵۵
Background image

د جوجتسو افغان ورزشکار په نړۍ والو سیالیو کې د برنزو مډال وګاټه

د جوجتسو نړۍ‌والو سیالیو کې افغان ورزشکار مصطفی وکیلي په ۶۹ کیلو ګرام وزن او فول کانتکت سبک کې لومړۍ سیالي د حریف نه حاضریدو له کبله وګټله او دویمه سیالي یې د قزاقي سیال پر وړاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۱:۵۴
Background image

زابل کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د جمناسټیک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک سيالۍ وشوې.

دا. . .

BACK TO NEWS