د جسمي وړتیاوو د لوړولو په موخه په آلمان کې د یو افغان مهاجر سخت تمرینونه

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۱ - ۱۱:۵
د جسمي وړتیاوو د لوړولو په موخه په آلمان کې د یو افغان مهاجر سخت تمرینونه

د ځغاستې ملي لوبغاړی سید جلال جیلاني په آلمان کې له آلماني روزونکي سره خپل فراخ تمرینونه پیل کړي.

تمه ده د ۲۰۲۲م کال د جنوري په ۲۲مه نېټه د آلمان په ژمنیو سیالیو کې له ۱۲ هېوادونو څخه د خپلو سیالانو په وړاندې سیالي کوي.

دا سیالۍ به دریو برخو (د ډېسک اچول، پنډوسکی اچول، نېزه اچول) کې ترسره شي.

د ښاغلي جیلاني روزونکی ''اندری وورنارد'' وایي سیدجلال د راتلونکو سیالو لپاره ښې د آماده ګۍ ډاډ ورکوي، تمرینات یې په ښه ډول روان دي او تمه لرم چې د سیالیو په ورځو کې به هم له ځانه ښه وړتیا وښیي او ښه پایله به ترلاسه کړي.

د ځغاستې یاد ملي لوبغاړی د ۱۰۰متره، ۴۰۰متره، ۱۵۰۰متره، له موانعو سره ۱۱۰، ځغاستې او همدارنګه لیرې ټوپ، لوړ ټوپ، په لرګي باندې الوت، د پنډوسګي نېزې او ډیسک غورځولو د برخو په سیالیو کې ګډون کړی.

جلال ۲۰۲۱ کال کې د آلمان د ځغاستې د غوره لوبغاړي په نوم نومول شوی او د یادونې وړ ده چې نوموړی د المپیک ۲۰۲۴ کال سیالیو ته هم نوماند دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۱۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۲۵ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS