د تکواند اسيايي ازادو سياليو"G2" پر دوام؛ دوو افغان ورزشکارانو د طلا مډالونه وګټل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۹:۲۴
د تکواند اسيايي ازادو سياليو"G2" پر دوام؛ دوو افغان ورزشکارانو د طلا مډالونه وګټل

د تکواند اسيايي ازادو سياليو"G2" پر دوام؛ دوو افغان ورزشکارانو د طلا مډالونه وګټل

د تکواندو اسيايي ازادې سياليو "G2" پر دوام؛ چې د پاکستان په کوربه‌توب په پلازمېنه اسلام آباد کې ترسره کېږي، نن څلور افغان تکواندو کارانو په دوه وزني (۴۸کيلو او ۵۵ کيلو) کټګوريو کې سيالۍ وکړې او دوو افغان ورزشکارانو حکم الدین امید او تمیم رحمن رحماني دوه د طلا مډالونه وګټل.

حکم الدين اميد په ۵۵ وزن او تميم رحمان رحماني په ۴۸ کیلو ګرام وزن کې په دوه راونډه سياليو کې درې پاکستاني او یوـ یو افغان سیال ته په ماتې ورکولو سره د طلا مډالونو وګټل او د دغو سياليو نيمه لوبو ته يې هم لار پيدا کړه.

د تکواندو اسيايي ازادې سياليو کې ۱۵ افغان تکواندو کارانو ګډون کړی، چې د فيبروري مياشتې پر ۱۴مه نېټه پيل شوي او د همدې مياشتې پر ۲۰مه نېټه به پای ته ورسېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږي د لغمان پوهنتون له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار مرکزي جمنازیوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبا سیالۍ د اقتصاد پوهنځي په اتلولي پای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۳۳
Background image

نورستان؛ مرکز پارون کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو سيالۍ وشوې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غشي ویشتلو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS