د تکواندو اسیایي ازادو سیالیو پر دوام؛ افغان تکواندو کارانو دوه د نقرې مډالونه وګټل

د تکواندو اووم پړاو اسیایي ازادو سیالیو " G2 " پر دوام، درې افغان تکواندو کارانو په درېيوو بېلابېلو وزني کټګوریو کې د څلورو هېوادونو له تکواندو کارانو سره سیالۍ وکړې او په پایله کې یې وتوانېدل، چې دوه د سپینو زرو مډالونه وګټي.
له دغو سیالیو څخه حکمت الله زین د ۶۸ کیلو ګرامه وزن په لومړیو دوه سیاليو کې له پاکستاني او فلسطیني سیالانو څخه لوبه وګټله، خو په درېیمه سیالۍ کې یې ایراني سیال ته لوبه وبایلله او د سپینو زرو د مډال ګټونکی شو، احسام رحیمي په ۵۴ کیلو ګرامه وزن کې دواړه سیالۍ د پاکستان او سعودي عربستان له سیالانو څخه وګټلې او د سپینو زرو مډال یې وګاټه او محمد اشرف شکران بیا په ۷۸ کیلو ګرامه وزن کې له پاکستاني سیال څخه لوبه وګټله؛ خو ازبکستاني سیال ته یې سیالي بایلوده او کوم مډال یې ونه ګاټه.
د تکواندو " G2 " ازادې سیالۍ د فیبروري میاشتې پر ۱۱مه د ۲۷ هېوادونو په ګډون د پاکستان په کوربتوب په پلازمینه اسلام کې پیل شوي او د همدې میاشتې پر ۲۰مه نېټه به پای ته ورسېږي.