د تسلیت او غمرازۍ پېغام

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۴۴
د تسلیت او غمرازۍ پېغام

د تسلیت او غمرازۍ پېغام

انا لله و انا الیه راجعون

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د افغانستان د پاورلفټنګ او مردان اهنین فدراسیون رئیس نجیب الله ایوبي له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي او د ابد په لور وکوچېد.

مرحوم ایوبي په خپل وخت کې پیاوړی ورزشکار او قهرمان و او هم یې د ژوند تر پایه پورې د هیواد د ورزش لپاره خدمت ته ادامه ورکړه. د افغانستان د ورزش ادارې مشرتابه د نوموړي مړینه د ټول هیواد ، په ځانګړي ډول د ورزش کورنۍ لپاره ستره ضایع ګڼي او هغه د افغانستان د ورزش په تاریخ کې یو نه هېرېدونکی څېره بولي، چې یاد به یې د هیوادوالو او ورزشکارانو په زړونو کې تلپاتې وي.

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست مشرتابه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۶
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۲۰:۲۳
Background image

د ورزش ادارې عمومي رئیس په خپل کاري دفتر کې له نجیب الله طوفان سره ولیدل

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د زابل ولایت د قوت الرمي له پیاوړي ورزشکار ښاغلي نجیب الله طوفان سره، چې څه موده وړاندې په ناڅرګنده پېښه کې ټپي شوی و، ولیدل او د نوموړي د. . .

BACK TO NEWS