د بدن ښکلا درې افغان ورزشکارانو دویم او درېیم نړۍوال مقامونه وګټل

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۴:۵۳
د بدن ښکلا درې افغان ورزشکارانو دویم او درېیم نړۍوال مقامونه وګټل

د بدن ښکلا، فزیک او فټنس پنځلسم پړاو نړۍوالې سیالۍ چې د مالدیف په کوربه توب د څه باندې ٤٠ هېوادونو ورزشکارانو ترمنځ په بېلابېلو وزني کټګوریو کې پیل شوي دي، افغان ورزشکارانو پکې دوه د سپينو زره او یو د برنزو مډال ترلاسه کړ.

په دغو سیالیو کې نهه افغان ورزشکارانو په بېلابېلو کټګوریو کې ګډون کړی دی، چې له ډلې یې حمیدالله عمري په ٨۵ کیلو ګرامه وزن کې د بدن روزنې په برخه کې د سپينو زرو، حمید خوش دل په ١٧٠ سانتي متر قد کې د سپورت فزیک په برخه کې د سپينو زرو او نصيب الله عظيمي په ١٧٠ سانتي متر قد کې د سپورت فزیک په برخه کې درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د همدغو سياليو په لړ کې علي رضأ آساهي د بدن روزنې په برخه کې د ٨٠+ کيلو ګرام وزن سره د سرو زرو مډال وګاټه.

د بدن ښکلا او فټنس دغه سيالۍ د روانې لړم میاشتې په ١٨مه نېټه پیل شوي دي او تر ٢١مې نېټې پورې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۷:۲۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۷:۲۵
Background image

بلخ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ترکستان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په حيرتان ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو هڅولو او ورزش ته د ودې ورکولو او پرمختگ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۷:۲۳
Background image

پکتيا؛ روحاني بابا ولسوالۍ کې د ١۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ١۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS