د بدن ښکلا افغان ورزشکارانو د بدن ښکلا په اسیايي سیالیو کې درې د برنزو مډالونه وګټل

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۱:۴۵
د بدن ښکلا افغان ورزشکارانو د بدن ښکلا په اسیايي سیالیو کې درې د برنزو مډالونه وګټل

د بدن ښکلا ۵۷م پړاو اسیایي سیالیو کې د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډلې څخه بیت الله ځدراڼ په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او نایب مبارز په ۸۵ کیلو ګرامه وزنونو کې هر یو د برنزو مډالونو ګټونکي شول.

دغو سیالیو کې له افغانستان څخه ۶ ورزشکاران او ۱ پلاوي ګدون لري.

یادې سیالۍ د ۲۸ هېوادونو په ګډون د ټایلنډ هېواد په کوربتوب په بنکاک ښار کې د روانې میلادي میاشتې پر ۱۸‌مه پیل شوي او تر ۲۵مې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۲۱:۲۹
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د شبرغان ښار په عید محله کلي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

پکتيکا؛ برمل ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د باچاخان ب لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS