د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د کوچيانو چارو مديريت پلاوي د کوچي ورزشکارانو د انسجام لپاره زابل ولایت ته سفر وکړ
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د کوچيانو چارو مديريت پلاوي ورزش ته د کوچي ورزشکارانو د جذب او هڅونې په موخه زابل ولایت ته سفر وکړ.
دا په تېرو څو لسیزو کې لومړى ځل دى چې د کوچنيانو چارو مديريت پلاوى ورزش ته د کوچي ورزشکارانو د جذب او هڅونې په د هېواد بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو ته سفر کوي.
دغه پلاوى به د نورو ولایتونو په څېر په زابل کې هم له نږدې له کوچي ورزشکارانو سره ليدنه وکړي او د هغوى ستونزې به واوري.
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست په پام کې لري چې د ټولنې نورو قشرونو ترڅنګ کوچي ورزشکاران هم ورزش جذب او وهڅوي، تر څو دوى هم لوبډلې ولري او په راتلونکي کې په ملي لوبډلو کې استازي ولري.
دا په داسې حال کې ده چې ياد پلاوي تر دې وړاندې د کوچي ورزشکارانو د جذب او هڅونې په موخه کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو ته سفر وکړ او هلته يې د کوچي ورزشکارانو ستونزي واورېدلې او هغوى ته يې ورزشي وسايل هم ورکړل.
