د بامیان په شیبر ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۸ - ۹:۵۹
د بامیان په شیبر ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د والیبال دغه سیالۍ چې درې ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ د شپږو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې نن یکشنبه د سلواغې په ۱۷ مه د شرق لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د يادونې وړ ده، چې په دې سیالیو کې د استقلال لوبډلې دويم او د صداقت لوبډلې درېيم مقام خپل کړ.

د پروګرام په پای کې ګټونکو لوبډلو ته د بامیانو د ورزش امریت له خوا کپونه او مډالونه او د ولسوال او امنیه قوماندان له خوا غوره لوبډلو او ورزشکارانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS