د بامیان مرکز کې د فوټسال خزاني جام سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۴:۳۲
د بامیان مرکز کې د فوټسال خزاني جام سيالۍ پای ته ورسېدې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال خزاني جام سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې د شه..يد غلام حسين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې شه..يد غلام حسين لوبډلې خپلې سیالې شه..يدان لوبډلې ته د ۴/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ د خزاني فصل نمانځل او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۷
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۹۴ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې له اوو ولایتونو د ۹۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو هاپکیدو سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS