د بادغیس ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت د ۱۴۰۲ هـ. ش کال کاري لنډ راپور

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۱:۴۷
د بادغیس ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت د ۱۴۰۲ هـ. ش کال کاري لنډ راپور

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت د ورزش د ودې او پراختیا لپاره په تېر ۱۴۰۲ یم کال کې د پام وړ ورزشي فعالیتونه ترسره کړي.

د دې ولایت خلک له ورزش سره ډېره مینه لري، چې تل یې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بدني روزنې او سپورټ امریت او بېلابېلو فدراسیونونو په همکارۍ او لارښوونه د مختلفو مناسبتونو په پار ورزشي برنامې ترسره کړې دي او د خلکو لپاره یې د غوره تفريح زمینه مساعده کړې ده.

په بادغیس ولایت کې ۲۰ فدراسیونونه فعالیت لري، چې سږ کال یې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په مختلفو برخو کې ۸۷ لویې او وړې ورزشي برنامې ترسره کړې دي، چې ۵۸ یې په مرکز او ۲۹ یې په ولسوالیو کې ترسره شوې.

په نوموړي ولایت کې د پخوا په پرتله ورزش ډېره وده کړې، چې ښه بېلګه یې د یاد ولایت په کم نفوسه مرکز کې د ۱۹ ورزشي کلبونو شتون دی او همدارنګه د یاد ولایت په ولسوالیو کې هم د مختلفو برخو ۱۵ ورزشي کلبونه فعالیت لري، چې ټول تعداد یې ۳۴ ورزشي کلبونو ته رسي.

د بادغیس ولایت ورزشکارانو په لسو ولایتي سیالیو کې ګډون کړی، شپږ ځله یې لومړی او څلور ځلې یې درېیم مقامونه ترلاسه کړي او په دغو سیالیو کې یې ۱۱ د سرو زرو، یو د سپین زرو او دوه د برنزو مډلونه ګټلي دي.

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د بیا رغوونې په برخه کې د فوټبال مرکزي میدان شاوخوا د ۴۲۲۸۱۲ څلور لکه دوه ویشت زره او اته سوه و ۱۲ افغانیو په ارزښت اوسپنیز جال راګرځولی او خوندي کړی یې دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS