د المپیک ملي کمېټې مشورتي بورډ ناسته وکړه
د المپیک ملي کمېټې مشورتي بورډ ناسته وکړه
د افغانستان المپیک ملی کمېټې د وروستیو تحولاتو په پایله کې د المپیک پر پرمختګونو، لاسته راوړنو او ځينو ستونزو د حل په موخه مشورتي ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د یادې کمېټې دالمپیک ملي کمېټې او ورزش سرپرست رییس انجینر نظرمحمد مطمئن قطر کې د المپیک نړۍوالې کمېټې او المپیک اسیايي کمېټې سره د لیدنو، ژمنو او همکاریو اړوند تفصیلات وړاندې کړل او د ورزش د لا ښه کېدو د ملاتړ د ډاډ څرګندونه يې وکړه.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټې اجرايوي مشر دادمحمد پاینده اختري هم د ا.ا.ا له واکمنۍ وروسته د سلو ورځو ورزشي فعالیتونو جزییات وړاندې کړل.
د نوموړي په خبره د قطر په دوحه کې د سنوکر او بیلیارد، د پاکستان په اسلام اباد کې د تکواندو د مډال ګټونکو سیالۍ او همدارنګه ترکیه کې د فوټبال ټيم بریا د المپیکي لوبو بهرني فعالیتونه دي.
همدارنګه په کور دننه په خوست، هلمند، روزګان، بدخشان، کندوز، جوزجان، هرات، فاریاب، پکتیا، پکتیکا، غزني، میدان وردګ، کندهار او د هېواد ګوټ ګوټ کې لسګونه بېلابېلې سیالۍ ترسره شوې دي.
یاده دې وي په دې ناسته کې ژمنه وشوه چې د خپلو ټولو فعالیتونو لپاره به د المپیک نړۍوالې کمېټې تګلار په پام کې نیسي او د افغان ورزش د لا پراخېدو، ځواکمنېدو او روڼتیا لپاره به هڅه کېږي.
