د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست لوړ پوړی هیئت تهران ته ورسېد او هلته يې له یو شمېر افغان مهاجرو ورزشکارانو سره ولیدل
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست درې کسیز لوړی پلاوی په ایران کې د میشت افغان مهاجرو ورزشکارانو د ستونزو اورېدو په موخه تهران ته ورسېد، هلته يې له یو شمېر افغان مهاجرو ورزشکارانو سره ولیدل، د هغوی د تېرو فعالیتونو د ارزونې ترڅنګ يې د دوی شته ستونزې او غوښتنې هم واورېدې.
په ياد پلاوي کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني، د دې ادارې د پلان او پالیسۍ رئيس محمد حنیف حنفي او د اطلاعاتو او عامه پوهاوي امر محمدنعیم پرهېز شامل دی.
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست یاد پلاوي په دې ناسته کې د ایران هیواد د پلازمېنې تهران پر مهاجرو ورزشکارانو سربیره د قُم، یزد او خرسان ولایتونو له ځينو ورزشکارانو سره هم ناسته وکړه او د هغوی د تېرو فعالیتونو راپور يې واورېد.
په دې ناسته کې د تللي پلاوي له لوري په ایران کې میشتو افغان مهاجرو ورزشکارانو ته ډاډ ورکړل شو، چې د دوی شته ستونزې او غوښتې به د هیواد د ورزش ادارې د قانون له مخې د دې ادارې له رهبري سره شریکې کړي او د هغوی له هدایت وروسته به يې د حل فیصله وشي.
یاده دې وي، چې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست دا پلاوی به څو ورځې په تهران کې له افغان مهاجرو ورزشکارانو سره ترلیدو کتو وروسته، هغو ولایتونو ته سفرونه وکړي،چې ګڼ شمېر افغان مهاجر ورزشکاران پکې په ورزشي فعالیتونو بوخت دي.
ټاکل شوې ده،چې یاد پلاوی به هلته د ایران جمهوري اسلامي دولت د ورزش ادارې او اتباعو وزارت له مسؤلینو او په دې هیواد کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سره هم لیدنه وکړي.
