د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو سیالیو په تازه درجه بندۍ کې اووم مقام ته پورته شوه

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۵:۱۵
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو سیالیو په تازه درجه بندۍ کې اووم مقام ته پورته شوه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د کرېکټ نړۍ‌والې شورا د یو ورځنیو لوبو په تازه درجه بندۍ کې اووم مقام ته پورته شوه او د ویسټ اینډیز او انګلیستان کرېکټ پیاوړې لوبډلې یې شاته کړې.

دا د افغانستان د کرېکټ په تاريخ کې لومړی ځل دی، چې افغان کرېکټ ملي لوبډله په دغه فارمټ کې اووم مقام ته ځان رسوي.

د یادونې وړ ده، چې د کرېکټ نړۍ‌واله شورا هر کال په بېلابیلو فارمټونو کې د لوبډلو او لوبغاړو د تېرو کارکردګیو پر بنسټ درجه بندي کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS