د افغانستان مرکز زون فوټبال سیالۍ د اردو اف‌ سي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۴:۳۹
د افغانستان مرکز زون فوټبال سیالۍ د اردو اف‌ سي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ، د کابل فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د کابل ښار په غازي سټډیوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د افغانستان مرکز زون فوټبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې د اردو اف سي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې اردو اف سي لوبډلې خپلې سيالې کاپيسا اله سای لوبډلې ته د ۸-۱ گول په توپير ستره ماتې ورکړه او د پنځو پر له پسې برياوو او ۱۵ امتيازونو په ترلاسه کولو سره د اتلولۍ جام په خپل نوم کړ.

د دغو سیالیو د پای مراسم د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د تخنیکي او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د کابل فوټبال فدراسیون رئیس حاجي فرید یوسف زي، ورزشي مسؤلینو، لوبغاړو او د ورزش مينوالو په حضور کې ترسره شول.

د ويلو وړ ده، چې د سياليو په پای کې د اردو اف سي لوبډلې لوبغاړی ظریف امیني د سیالیو غوره لوبغاړی، وارث شیرزی د همدې لوبډلې څخه غوره گول وهونکی او سیف‌ الرحمن د غوره گول ساتونکي په توگه ونومول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۲۲:۳۹
Background image

د ورزش اداري رهبري د زابل ولایت له ورزشي آمریت څخه لیدنه وکړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق په مشري یو څلور کسیز پلاوي زابل ولایت ته د سفر پر مهال د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت له ورزشي آمریت، اداري کارکوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۲۲:۳۶
Background image

د بغلان مرکز کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د wtf تکواندو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د wtf تکواندو ټاکنیزې سیالۍ وشوې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۲۲:۳۴
Background image

دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رستمي غېږنیونې سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رستمي غېږنیونې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ. . .

BACK TO NEWS