د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د پرتګال پر وړاندې لوبه بایلوده

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۱:۳۶
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د پرتګال پر وړاندې لوبه بایلوده

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د مراکش فوټسال څلور اړخیزو سیالیو کې، چې د دغه هېواد په کوربه‌توب ترسره کېږي، خپله لومړۍ لوبه د پرتګال هېواد له ملي لوبډلې سره وکړه، چې د ۳ – ۱ ګولونو په توبیر یې سیالې لوبډلې ته بایلوده.

په دغه سیالۍ کې د افغانستان په ګټه یوازنی ګول مهدي نوروزي وواهه.

د فوټسال دغه څلور اړخیزې سیالۍ د روانې میلادي میاشتې پر نهمه د افغانستان، مراکش، پرتګال او چين هېوادنو په

ګډون پیلېږي او همدې میاشتې تر ۱۳مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

خوست؛ موسی خېلو ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د موسی خېلو ولسوالۍ په مرغې جواس سيمه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې دوې مياشتې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۴:۳۹
Background image

خوست؛ تڼيو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د تڼيو ولسوالۍ په ژۍ کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د "ځوانانو يووالي" په نوم د واليبال سيالۍ د تڼيو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د روداتو لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

BACK TO NEWS