د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې له متحده عربي اماراتو څخه ماتې وخوړه
د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د ټايلنډ هېواد په کوربتوب په ۲۰۲۵ اسيا جام سياليو کې خپله لومړۍ سيالي نن (جمعه، د مارچ ۲۱مه) له متحده عربي اماراتو سره وکړه، چې د ۱ - ۷ ګولونو په توپير يې سيالې لوبډلې ته بايلوده.
افغانستان به خپله دويمه سيالي، راتلونکې اونۍ ( يکشنبه، د مارچ پر ۲۳) له ايران سره وکړي.
په دغو سياليو کې افغان ملي لوبډله په C ګروپ کې له ايران ، متحده عربي اماراتو او اندونيزيا سره سيالي کوي.
د يادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۵ اسيا جام سيالۍ د ۱۶ هېوادونو په ګډون د روانې ميلادي مياشتې پر ۲۰مه پيل شوي او د همدې مياشتې پر ۲۹مه به پای ته ورسېږي.
