د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې بنګلادیش ته ماتې ورکړه
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا اتلولي سیالیو په خپله دویمه لوبه کې بنګلادیش ته ۳/۰ ماتې ورکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ یې ازبکستان ته ماتې ورکړه.
افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه سبا له نیپال سره وکړی. دا سیالۍ چې د سریلانکا هیواد په کولمبو ښار کې د اکټوبر په نهمه نېټه د ۶ هیوادونو ترمنځ پیل شوي، شپږ ورځې به دوام وکړي.
