د افغانستان د موی تای لوبغاړو د ځوانانو له نړيوالو اتلويو څخه د سروزرو، سپينو زرو او برونزو درې مډالونه وګټل.

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۱۳:۴۵
د افغانستان د موی تای لوبغاړو د ځوانانو له نړيوالو اتلويو څخه د سروزرو، سپينو زرو او برونزو درې مډالونه وګټل.

د افغانستان د موی تای لوبغاړو د ځوانانو له نړيوالو اتلويو څخه د سروزرو، سپينو زرو او برونزو درې مډالونه وګټل. امين الله کريمي چې په ۵۴ کيلو وزن کې يې خپل درې سيالان چې د الجيريا، برتانيا او فرانسې څخه وو مات کړل او د برونزو مډال وګټه، د هغه د مخکې تګ مخه بلجيمي لوبغاړي ډب کړه. همدارنګه نوموړي د (موی تاله) په فارمټ کې د لهستان او پيرو لوبغاړي مات کړل او د سروزرو مډال يې وګټه. فرهاد حسيني بيا په ۵۷ کيلو وزن کې د مغولستان او کلمپیا لوبغاړي مات کړل او له روسي سيال څخه يې ماتې ته غاړه کېښوده. هغه بيا د (موی تاله) په فارمټ کې اسرايلی او سريلنکا ته ماته ورکړه او له فيلپيني هغه نه مات شو چې د سپينو زرو مډال يې وګټه. د ويلو ده چې د موی تای د ځوانانو اتلولي د سېپتمبر له اته ۲۸ پېل او د اکتوبر په ۶مه پای ته ورسېدې. لوبو کې ۵۷ هېوادونو برخه درلوده چې د ترکيې په انتاليا کې ترسره شوې. د افغانستان يو روزونکی، يو لوبڅار او دوه لوبغاړو په دې لوبو کې ګډون کړی و.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نواز گل ځدراڼ لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر. . .

BACK TO NEWS