د افغانستان د فوټسال "غوره لیګ" سیالۍ د صداقت کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۱۰:۳۳
د افغانستان د فوټسال "غوره لیګ" سیالۍ د صداقت کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د هیواد د فوټسال دویم پړاو غوره لیګ سیالۍ چې شاوخوا ۲۲ ورځې وړاندې د لسو لوبډلو په ګډون پلازمېنې کابل کې د فوټبال فدراسیون په جمنازیوم کې پیل شوې وې د صداقت کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دې غوره لیګ دویم پړوا سیالیو پایلوبې ته د " کابل صداقت او پیروزي پنجشېر" لوبډلو لار ومونده چې د " ۵ - ۱ " ګولونو په توپیر د صداقت کابل په اتلولۍ او د پیروزي پنجشېر لوبډلې په دویم مقام ګټلو پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو غوره لوبغاړی، رضا "حسین‌پور"، غوره ګول ساتونکی عباس "رستم‌نژاد" او غوره ګول وهونکی علي "امیري" اعلان شول.

په سیالیو کې "سعادت نیمروز، زیتون کابل، ظاهر اسد کابل، سرپل باستان، اتحاد‌ هرات، جوانان خراسان بغلان، عصر جدید غزني، پیروزي پنجشیر، صداقت کابل او شمس هرات" لوبډلو ګډون درلود.

د پای په مراسمو کې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئیس انجینر نظر‌محمد مطمئن ، فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د بدنې روزنې او ورزش عمومي ریاست د دفتر رئیس محمد الله احساس، د فوټبال ملي فدراسیون مشر یوسف کارګر او ګڼو نورو ورزشي مسوولینو او د ورزش ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی وو.

دا سیالۍ له اریانا ټلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه نشرېدلې.

د پای په مراسمو کې ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه، ستاینلیکونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست مشرتابه له لوري په دې سیالیو کې د غوره چوپړتیاو په پار لوبڅاران، کمیشنران، د اریانا ټلویزیون، افغان بسیم مخابراتي شرکت، د اریانا ثابت خصوصي روغتون او امنیتي مسوولین او ډاکټران هم د ډالیو په ورکولو سره وستایل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۹
Background image

بلخ ؛ بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې شوې.

د دغو سياليو په پای لوبه کې ده یاران نور لوبډلې د ۹ پر ۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سيالۍ وشوې.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايلوبه. . .

BACK TO NEWS