د افغانستان د فوټسال "غوره لیګ" دویم پړاو سیالیو پچه اچونه ترسره شوه
د هیواد د فوټسال دویم پړاو غوره لیګ سیالیو پچه اچونه د فوټبال فدراسيون د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دغو سیالیو کې لس لوبډلې "سعادت نیمروز، زیتون کابل، ظاهر اسد کابل، سرپل باستان، اتحاد هرات، جوانان خراسان بغلان، عصر جدید غزني، پیروزي پنجشېر، صداقت کابل او شمس هرات" ګډون لري، چې د (رفت) په توګه به یو د بل پر وړاندې سیالي وکړي.
دا سیالۍ د روان کال سلواغې (دلوې)پر ۲۶ د "سعادت نیمروز او زیتون هرات" لوبډلو په لوبې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په جمنازیم کې پرانیستل کېږي او له هغې وروسته هره ورځ دوه لوبې ترسره کیږي چې څو ورځې به دوام وکړي.
