د افغانستان د فوتبال پرمختګ د فیفا په تازه درجه بندۍ ک
سمیر هیبت
اندونیزیا ته په ماتي ورکولو سره د افغانستان فوتبال د فیفا په درجه بندۍ کي دوه درجې مخته ولاړه ده.
د فوتبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د ملي لوبډلو د نومبر میاشتي درجه بندي اعلان کړه، چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلي اندونیزیا ته د ماتي ورکولو په خاطر جدول کې دوه درجې پرمختګ کړی دی.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون خپل پر رسمي فېسبوک پاڼي لیکلي، چې په دغه درجه بندۍ کې افغان ملي لوبډلې د ۱۰۴۹.۷۷ نمرو په ګټلو سره دوه درجې پرمختګ کړی دی. اوسمهال افغان لوبډله په نړۍ کي ۱۵۰ او اسیا کي ٢٨ مقام لري.
