د افغانستان د سوک وهنې درې کسیزه لوبډله په اسيايي لوبو کې د ګډون په موخه جاپان ته روانه شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۲۰:۱۱
د افغانستان د سوک وهنې درې کسیزه لوبډله په اسيايي لوبو کې د ګډون په موخه جاپان ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د سوک وهنې درې کسیزه لوبډله، چې يو ورزشکار، يو روزونکی او د لوبډلې رئيس ګډون کړی وو، د اسيايي لوبو شلم پړاو سياليو کې د ګډون په موخه جاپان ته روانه شوه.

د سوک وهنې يادې لوبډلې له سفر مخکې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د المپیک ملي کمېټې لومړي مرستیال باور خان هوتک او د المپیکي چارو رئیس دادمحمد پاینده اختري سره وکتل او د مخه ښې مراسم یې ترسره کړل.

د ورزش ادارې مشرتابه هغوی ته په دغو سیالیو کې د بریا هیله وکړه او لازمې سپارښتنې یې ورته وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د سوک وهنې لوبډله په داسې حال کې دغو سیالیو ته روانېږي، چې د هېواد ۳۴ ورزشکاران به په ۹ بېلابېلو ورزشي څانګو کې د شلم پړاو اسیايي المپیکي لوبو کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې، چې دغه المپیکي سیالۍ د روان کال د سپټمبر له ۱۹مې څخه د اکتوبر تر ۴مې نېټې پورې د جاپان هېواد په کوربتوب د ایچي-ناګویا ښار کې د ۴۵ اسیایي هېوادونو ترمنځ په ۴۱ ورزشي څانګو کې ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۳۹
Background image

جوزجان؛ فيض اباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په فيض اباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۳۷
Background image

جوزجان؛ منګجک ولسوالۍ کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د منګجک ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د يادې ولسوالۍ په هارون کلي کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۳۵
Background image

جوزجان؛ اقچه ولسوالۍ کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اقچې ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د يادې ولسوالۍ په کولبقال کلي کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS