د افغانستان او کوېټ د المپیک ملي کمېټو ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو.
د افغانستان او کوېټ د المپیک ملي کمېټو ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو.
د دواړو هېوادونو د المپيک مشرانو ډاکټر حفيظ الله ولي رحيمي او شيخ فهد ناصر صباح احمد الصباح لخوا نن په کوېټ کې لاسليک شو.
د دې هوکړې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د روزونکو په برخه کې همکاري، د ورزشکارانو د ګډون په اړه مرسته او په فني او مديرتي برخه کې د تجربو شريکول په ګوته شوي.
قطر ته په دې سفر کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش رياست مشر ډاکټر حفيظ الله ولي رحیمي، د اسيايي المپيک د اجرايه شورا غړی ښاغلی اجمل غني او د المپيک د ملي کمېټې سکرتر جنرال يونس پوپلزی مل دي چې د کوېټ المپيک لخوا بلنه ورکړل شوې او په دې دوه ورځني سفر کې به د ياد هېواد د ورزشي ادارو څخه ليدنه وکړي.
